د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د یاد وزارت اړوند د (1404د مالي کال لپاره د ارزګان عامې روغتیا ریاست د اړتیا وړ د 63 قلمه طبي ماشین الاتو د اخیستلو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH /1404/NCB/G-3210) ده. (انصاف سادات  تجارتي شرکت)  ته ورکړي، یاد شرکت د ( 105157) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (مرکز کابل، پنځمه ناحیه، ابرساني کمپنۍ سړک) کې دی او د تړون بیه (18345600) اتلس میلیونه درې سوه پنځه څلویښت زره شپږ سوه افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو امریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۱۱
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا تعدیل!

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/002)

علي جناح روغتون کې (د استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې له لارې د کفیتریا او پایوازخونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا  تعدیل:

د پروژې د اعلان . . .

Back to tenders