فراه ولایت کې واکسیناتورانو ته د (OPV/IPV & Cold Chain) In-Service تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی ښوونیز ورکشاپ تر سره شو
دغه ورکشاپ د واکسیناتورانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د کتلوي معافیت خدمتونو د کیفیت ښه والي، د OPV او IPV واکسینونو د تطبیق په اړه د ګډونوالو د لا زیاتې بلدتیا او همدارنګه د Cold Chain سیستم د سم مدیریت او ساتنې په موخه جوړ شوی و، چې د فراه ولایت د مرکز او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو یو شمېر واکسیناتورانو په کې ګډون کړی و.
یاد ښوونیز ورکشاپ د فراه ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدولي احمدزي، په دې ولایت کې د ریلیف نړیوالې مؤسسې تخنیکي مرستیال او د UNICEF ادارې د استازي په شتون کې پای ته ورسېد.
مسؤلینو د واکسینونو پر منظم تطبیق، د واکسینونو د کیفیت پر ساتنې او ماشومانو ته د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د مخنیوي وړ ناروغیو برخه کې یې د واکسیناتورانو رول خورا مهم وباله.
