په پنجشېر کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۲۳
moph

د پنجشېر ولايت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي په موخه د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته په روغتیايي مرکزونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو پاملرنې (‍FBNC) روزنیز پروګرام ترسره کړ

دا روزنیز پروګرام چې اساسي موخه یې په روغتیايي مرکزونو کې نویو زېږېدلو ماشومانو ته لا ښه او اغېزمن خدمات وړاندې کول دي، په کې ګډونوالو ته د نویو زېږېدلو ماشومانو د معیاري پاملرنې، د روغتیايي اغېزمنې پاملرنې لارو چارو او د عملي مهارتونو د پیاوړتیا په اړه معلومات ورکړل شول.

همدارنګه، د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS