د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د الشفاء روغتون د رغنیزو چارو ارزونه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:

په دې لیدنه کې ښاغلي مرستیال د الشفاء روغتون ریفورم او د خدماتو پیل د هېواد له مهمو اړتیاوو څخه وباله او اړونده مسؤلینو ته يې د یاد روغتون د ترمیماتي او ساختماني چارو د ژر بشپړېدنې او د چارو پر مهال معیاراتو ته د پاملرنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد روغتیایي سیستم د خودکفایۍ لپاره هڅې پیل کړي، چې د الشفاء روغتون هم د یادو هڅو بېلګه ده؛ د دغه روغتون د خدماتو په پیل سره به ولسونه په کور دننه له ډېرو تخصصي او معیاري روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS