د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کابل روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د خدماتو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
moph

رش د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک څخه ليدنه وکړه

د دې ليدنې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلابېلو څانګو څخه هر اړخيزه کتنه وکړه، چې په کې د ناروغانو د درملنې بهير، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو کيفيت، له مراجعينو سره د کارکوونکو چلند او د کاري بهير تنظيم له نږدې و ارزول شو.

سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې‌ غوري او بې ‌پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريز. . .

BACK TO NEWS