د خوړو نړیوالو معیارونو د تطبیق په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست کارکوونکو لپاره د «کودکس یا د خوړو نړیوالو معیارونو تطبیق» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام اساسي موخه د کارکوونکو تخنیکي ظرفیت لوړول او په هېواد کې د خوړو خوندیتوب سیستم پیاوړی کول دي؛ چې په ترڅ کې به یې د کودکس اصول او اهمیت، د خوړو د خوندیتوب معیارونو ښه والی، د خوړو محصولاتو د ثبت سیستم او اړوندو کمېټو پیاوړتیا وڅېړل شي.

همدارنګه، د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق د خوندي او معیاري خوړو د تأمین پر اهمیت ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له دې روزنیز پروګرام څخه د خدمتونو کیفیت ښه کولو او روغتیایي معیارونو اغېزمن تطبیق په موخه ګټه واخلئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS