د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري د نشه‌يي توکو د مخنیوي عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د ایثار تدویر خصوصي عالي لیسې زده کوونکو او استادانو ته د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

په دې پروګرام کې د ياد ښوونځي زده کوونکو ته د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په هر اړخیز ډول تشریح او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS