د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴۱
MOPH

د دې لیدنې پر مهال چې د سرپل والي ملا احمدشاه دین‌ دوست، امنیه قومندان او د استخباراتو ریاست عملیاتي مرستیال هم شتون درلود، ښاغلي وزیر د روغتون له بېړنۍ، داخله، جراحي، لابراتوار او فارمسي څانګو څخه د لیدنې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو بهیر، د کارکوونکو حضور، د درملو موجودیت او د طبي تجهیزاتو د وضعیت ارزونه وکړه.

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزیر روغتیايي کارکوونکو ته د خپلې وینا پر مهال د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو، له ناروغانو سره پر ښه چلند او د مسلکي او اخلاقي اصولو پر رعایت ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه، چې شته ستونزې دې په نښه او د حل لپاره یې باید لازم اقدامات ترسره شي.

همداراز، د سرپل والي د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې ولايتي اداره به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د شته ستونزو حل او د خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

همدارنګه، په دې لیدنه کې د ياد روغتون مسؤلينو د ځینو درملو د کمښت، د اړينو تجهیزاتو او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړل، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS