د عامې روغتيا وزارت له لوري په مرکزي راډيولوژي مرکز کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د الټراساونډ يو کلن تخصصي پروګرام پيل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۹
moph

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د مقام د دفتر لوی رئيس شيخ محمد طاهر حليم او د وزارت يو شمېر نورو مرکزي رئيسانو، امرينو او روغتيايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: (دا پروګرام یوازې یو عادي روزنیز کورس نه دی، بلکې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، دقیق تشخیص د پیاوړتیا او د ناروغانو د ژوند ژغورنې لپاره یو مهم او اغېزناک ګام دی). نوموړي زیاته کړه، الټراساونډ د عصري طب یو له اساسي او ارزښتناکو تشخیصیه برخو څخه دی، له همدې امله د دې مهارت زده کړه او پياوړتيا حياتي ارزښت لري او کولای شي د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

برسېره پر دې، د مالي او اداري چارو مرستیال د دې پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او دا یې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم نوښت وباله. نوموړي د دې پروګرام له ګډونوالو وغوښتل، چې له غیر حاضرۍ څخه په کلکه ډډه وکړي او په منظم ډول ټولګیو ته حاضر شي، تر څو له دې ارزښتناک فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یو شرعي او انساني مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې د داسې علمي پروګرامونو پلي کول د دې لامل کېږي، څو هېوادوالو ته د اسانتیاوو زمینه برابره او د خلکو ستونزې په اساسي ډول حل شي.

په دې غونډه کې دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د تشخیصیه خدماتو رئیس ډاکټر محمد قاسم صاحبي او د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ امر ډاکټر اول خان شفق هم د دې روزنیز پروګرام د اهمیت په اړه هر اړخیزې ویناوې ترسره کړې او د دې پروګرام له استادانو یې وغوښتل، چې د تدریس پر مهال معیاري نصاب، عملي روزنې او مسلکي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو روزل کېدونکي ډاکټران وکولای شي په خپلو اړوندو سیمو کې باکیفیته او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په لومړي پړاو کې به د محرومو ولایتونو ۵۰ تنو ډاکټرانو ته د الټراساونډ په برخه کې یو کلنې تخصصي زده کړې ورکړل شي او په راتلونکي کې به یاد پروګرام لا پراخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS