د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي بودیجې څخه سمه او شفافه استفاده او پر دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو خپل نظارتونه لا پیاوړي کړي.
همداراز، د جنوب غرب زون ولایتي مسئولینو د یادو سپارښتنو د عملي کېدو ژمنه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له ښاغلي وزیر سره شریک کړل، چې د روغتیایي پرسونل زیاتوالی، طبي او غیرطبي وسایل پکې شامل وو.
په پای کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مطرح شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له مسئولینو یې وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه په سمه ګټه اخیستنې سره خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
