په کابل کې د کندهار ماشومه له تنفسي ستونزې وژغورل شوه او روغتیايي کارکوونکي وستایل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۷
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د کندهار څخه د راوړل شوي ماشوم د روغتیایي وضعیت څخه له نږدې لیدنه وکړه او روغتیایي کارکوونکي یې وستایل:

یاده ماشومه چې کلثوم نوم یې درلود د تنفسي سیستم په یوه برخه کې د بهرني جسم د شتون له جدي ستونزې سره مخ وه ، چې نن ورځ له کندهار ولایت څخه د الوتکې په توسط مرکز کابل ته عاجل را انتقال شوه ، د عامې روغتیا اړوند د صحت طفل روغتون روغتیايي کارکوونکو له لوري د یادې ماشومې په بریالیتوب سره پروسیجر تر سره او له تنفسي سیستم یې اجنبي بهرنی جسم راوویستل شو.

ښاغلي شیخ صیب د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په استازیتوب د هغو ټولو روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د دې ماشوم د ژغورنې او درملنې په بهیر کې یې ونډه اخیستې وه، د ښاغلي شیخ صیب له لوري یاد شوي روغتیایي کارکوونکي په مادي او معنوي شکل وستایل شول او روغتیایي کارکوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې سپارښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS