د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل پلاوي بادغیس ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد حنیف حمزه سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۳
moph

په دې لیدنه کې چې د بادغیس د عامې روغتیا رئيس مولوي خان محمد همت هم شتون درلود، د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې؛ د بادغیس والي ملا محمد حنیف حمزه یاد پلاوي ته د هرکلي ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د بادغیس د والي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې وویل، د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د بادغیس ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د بادغیس د عامې روغتیا ریاست څخه هم ليدنه ترسره کړه، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ تر څو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS