د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست ته د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو شمېر درمل او اړین طبي توکي وسپارل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۱۲
MOPH

دغه درمل او اړین طبي توکي د یونیسف ادارې له لوري یاد ریاست ته سپارل شوي، چې په کې انټي‌ بیوټیک، عاجل درمل، درد کموونکي درمل (مسکنونه) تقویتي مواد، لابراتواري او جراحي تجهیزات شامل دي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک وویل، چې دغه درمل به د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښه والي، د عامو او ساري ناروغیو په درملنه او همدارنګه، په بېړنیو حالاتو کې مهم رول ولوبوي او زیاته یې کړه چې یاد توکي به د اړتیا له مخې د غه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي؛ څو خلکو ته پر وخت او معیاري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS