د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د کابل په ګوسفندرې سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله د يواځني پاتې شوي یتیم ماشوم (آرش) له روغتیايي وضعیت څخه لیدنه وکړه

یاد ماشوم چې نږدې درې کلن دی، د تېرې شپې زلزلې له امله یې د خپلې کورنۍ اته غړي، چې په کې والدین، خویندې او ورونه شامل وو، له لاسه ورکړي دي.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او روغتیايي کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې، چې د یاد ماشوم د درملنې، پاملرنې او بشپړې رغېدنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS