د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د کارکوونکو چارو، تدارکاتو او مالي ریاستونه څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۲۱
moph

په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د خدماتو ارزونه وکړه، په ترسره کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده، مسؤلین یې تشویق او لا ښه خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول او د شته ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د یادو ریاستونو له بېلابېلو امریتونو څخه هم جلا جلا لیدنه وکړه، له کارکوونکو او مراجعینو څخه یې د ستونزو او چارو ترسراوي په اړه پوښتنې وکړې او د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS