د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي پروګرام د روږديتوب د مخنیوي کمېټې له لوري معلوماتي کمپاین ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۲۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي پروگرام د روږديتوب څخه د مخنيوي کمېټې مسؤلینو د  کابل کارته نو سیمه کې د اطلس علمي روزنیز مرکز زده کوونکو ته د نشه يي توکو څخه د مخنيوي معلوماتي کمپاين پيل کړ

دغه معلوماتي کمپاين د (خپل ژوند قهرمان اوسه) تر عنوان لاندې د اطلس علمي مرکز زده کوونکو او همکارانو په ګډون ترسره شو، چې موخه یې په ژوند کې د سالمو پرېکړو د پیاوړتیا لپاره د نشه یي توکو څخه مخنيوي برخه کې د ځوانانو معلومات لوړول وو.

په دې کمپاين کې د روږدو د مخنيوي کمېټې رواني مشاورینو او پوهانو د ( نشه يي توکو  خاموشې څپې) د خطر، مخنيوي، معلوماتو اهميت، د ملګرو فشار، د (نه) ویلو مهارت، د (قوي ذهن = قوي وقايي) او د ځوانانو په ساتنه او ملاتړ کې د کورنۍ او ټولنې رول تشریح کړ.

په پای کې د ځوانانو له لوري د دغه کمپاين هرکلی شو او ګډونوالو د دې ډول معلوماتي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS