بادغیس ولایت کې د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ د تشخیص او خدماتو پیاوړتیا په موخه د جن‌اکسپرت ماشینونو نوي ماډلونه واخیستل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۷
moph

دغه ماډلونه چې د ۲۷٬۸۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د UNDP دفتر له لوري اخیستل شوي؛ د بادغیس ولایتي، د بالامرغاب، غورماچ او جوند ولسوالیو په روغتونونو کې نصب او فعال شول.

اوس مهال د بادغیس ولایت عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز د کنټرول مدیریت په ۱۱ مرکزونو کې د توبرکلوز د تشخیص او درملنې خدمتونه وړاندې کوي او د درملو پر وړاندې د مقاومو ناروغانو د درملنې لپاره یو ځانګړی سایټ (PMDT) هم لري او همدارنګه، په دغو مرکزونو کې د پرمختللې جن‌اکسپرت ټکنالوژۍ په کارولو سره د ناروغانو تشخیص او تخصصي درملنه هم تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو نویو ماډلونو نصبول د توبرکلوز د چټک تشخیص ښه والي، روغتیايي خدمتونو ته د ناروغانو لاسرسي زیاتوالي او بادغیس ولایت کې د توبرکلوز د کنټرول پروګرام د پیاوړتیا برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS