د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست کې د ګډ نظارت د کړنو، ستونزو، ننګونو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلان په اړه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۸
moph

په دې ناسته کې چې موخه یې د نظارت پروسې لا پیاوړتیا او راتلونکي پلانونه په شفافه او اغېزمنه توګه پر مخ وړل او تطبیق کول وو، په کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې رئیس مولوی محمودالله زاهد، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس ډاکټر احمد خندان او د تخنیکي ټیم غړو شتون درلود.

په یاده ناسته کې ګډونوالو د ګډ نظارت د کړنو، ستونزو، ننګونو، لاسته راوړنو، د نظارت پروسې د لا پیاوړتیا او د راتلونکي پلان د شفاف او اغېزمن تطبیق په اړه معلومات، تجربې، وړاندېزونه او خپل ارزښتناک نظرونه شریک کړل؛ څو نظارتي چارې لا اغېزمنې او روغتیایي قوانین په سمه توګه پلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS