د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د مرکزي روغتونونو سرطبیبانو او د بېړنیو څانګو مسؤلینو ته د «Disaster and Mass Casualty Management» تر سرلیک لاندې روزنیز ټریننګ وکړل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۵
moph

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند، یو شمېر نورو مسؤلینو، د مرکزي روغتونونو سرطبیبانو او د بېړنیو څانګو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د مرکزي روغتونونو سرطبیبانو او د بېړنیو څانګو مسؤلینو ته وویل، چې د بېړنیو پېښو د کنټرول لپاره بشپړ چمتوالی ونیسئ؛ تر څو د عاجل ناروغانو پر وخت درملنه وشي.

دغه راز، د معالجوي طب لوی رئیس د مرکزي روغتونونو سرطبیبانو او د بېړنیو څانګو مسؤلینو ته د هغوی د مسلکي پوهې لوړولو په موخه د «Disaster and Mass Casualty Management» تر سرلیک لاندې یو ځانګړی پریزنټیشن وړاندې کړ؛ څو د لویو پېښو او ډله‌ ییزو تلفاتو پر مهال د همغږۍ، چټک غبرګون، اغېزمن مدیریت او معیاري خدماتو وړاندې کولو برخه کې د هغوی ظرفیتونه لا لوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS