د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د روغتیا برخه کې یوه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۱۹
MOPH

په دې لیدنه کې د ترکیې د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو څرګنده کړه، چې موخه یې په افغانستان کې د کوچنیانو د قلبي ناروغیو درملنې او همدارنګه د عمومي روغتیا تر څنګ د ځینې ابتدایي خدمتونو په رضاکارانه توګه وړاندې کول دي.

ښاغلي وزیر د یاد بنسټ له نېک نیت او د افغانستان د روغتیا سکتور سره د همکارۍ  څخه مننه وکړه او ویې ویل، “ د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي څو خپل روغتیايي پرسونل ته لا ډېرې مسلکي روزنې برابرې کړي او د هېوادوالو د اړتیاوو او غوښتنو په پام کې نیولو سره اغېزمن روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي” نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونه او روزنه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، همدارنګه ښاغلي وزیر د معالجوي طب مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، تر څو له یاد خیریه بنسټ سره د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې لازمې همغږۍ او اسانتیاوې برابرې کړي.

له بلې خوا، د ترکیې د خیریه بنسټ مسؤلینو د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه، چې هڅه به وکړي یو شمېر مسلکي کادرونه افغانستان ته راولي تر څو د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو او ټرینینګونو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د هغو ټولو بنسټونو او ادارو له همکاریو هرکلی کوي، چې د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د غوره روغتیايي وضعیت د تأمین په برخه کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS