د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو پلي کېدو په موخه د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو یو شمېر تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د درملو او خوراکي توکو ۴۶ تاسیسات وڅارل شول، چې له ډلې یې یو شمېر درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو څخه غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS