د غزني د سیمه‌ییز روغتون د نیمه پاتې رغنیزو چارو د ژر ترسراوي په موخه د عامې روغتیا وزیر او د ملي پراختیا شرکت د رئیس ترمنځ ناسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختيا شرکت له رئيس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره د غزني ولايت سیمه ییز روغتون د نيمه پاتې رغنیزو چارو ژر ترسراوي په موخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د غزني د عامې روغتيا رئيس او يو شمېر نورو مسؤلینو هم شتون درلود، د غزني ولايت سیمه روغتون د نيمه پاتې چارو د ژر تر سراوي اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل، د ياد روغتون پاتې چارو ژر بشپړېدل به د غزني ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا پیاوړی او اسانتیاوې به پراخې کړي.

 همداراز، په دې ناسته کې د ځينو نورو هغو نيمه پاتې روغتيايي پروژو او تعميراتو په اړه، چې د ملي پراختيا شرکت له لوري یې کارونه تر سره کېږي، د چارو د چټکتيا، ښه والي او شفافیت اړوند هم خبرې تر سره شوې‌.

دغه راز، د ملي پراختيا شرکت رئيس ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو د چارو منظم ترسراوي او پر وخت بشپړېدو لپاره به لا هڅې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS