خلکو ته د معیاري او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه بدخشان ولایت کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۹:۵۹
moph

د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارت آمریت د خوراکي تأسیساتو څخه د څارنې ټیم د دې ولایت په نوي ښار کې له ۸ سوپرمارکيټونو، ۳ عمده‌ پلورنځیو، يو رسټورانټ، د کېک او کلچو یوې تولیدي فابریکې او د الکوزي شرکت له نماينده ګۍ څخه، چې د دې ولایت د زاړه ښار اړوند غلې‌ منډوي په سیمه کې موقعیت لري، نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پایله کې ۲۲ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر او بې‌ کیفیته خوراکي توکي تثبیت او راټول شول، چې د له منځه وړلو په موخه د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د یادو تأسیساتو مسؤلینو ته د شخصي، فردي او چاپېریالي حفظ‌الصحې په اړه لازمې سپارښتنې هم  وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS