د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو
دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او تثبیت د مرکزي سیستم له معیارونو سره سم ترسره کېږي.
همدارنګه، د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند پرسونل ته د ډیټابیس سیستم عملي روزنه او د کارونې لارې چارې ور وښودل شوې؛ ترڅو د کارکوونکو مقرري، منفکي، استعفاوې او نور اداري بدلونونه په ډیجیټلي ډول ثبت او له مرکز سره شریک کړي.
د یاد سیستم په تطبیق سره به اداري چارې چټکې، شفافیت تضمین، د لګښتونو کچه راټېټه او رهبرۍ ته به دقیق، تازه او تحلیلي معلومات پر وخت وړاندې شي.
