د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه راغلیو د ولسوالیو د روغتیا مسؤولینو له استازو سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۸:۴۲
moph

په دې لیدنه کې د ولسوالیو د روغتیا مسؤولینو ښاغلي وزیر ته د خپلو کړنو اړوند معلومات وړاندې ، شته ستونزې تشریح او د دوۍ د ورځنیو کارونو د لا ښه والي په موخه یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا په ترڅ کې د ولسوالیو د روغتیا مسؤولینو هڅې وستایلې او  د لا زیاتې پاملرنې او چارو کې د شفافیت اړوند یې لازمې سپارښتنې وکړې ، ښاغلي وزیر د روغتیا د مسؤولینو چارو ته پر وخت رسیدنې لپاره د ترانسپورت وسایطو برابرولو ، د معاش لوړولو او د دوۍ د تشکیل پر تنظیم اړونده مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او په وینا یې په دې برخه کې به هڅه کوي چې شته ستونزې حل او چارې لا معیاري شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS