د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون سره د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه د یوه اندازه درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۳
MOPH

په دې مرسته کې ۱۳۱ قلمه درمل شامل دي، چې د OCCD موسسې له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون ته ورکړل شوي دي.

د غور عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس وویل: دغه درمل چې ارزښت یې له ۳.۵ میلیونه افغانیو څخه زیات دی، کولی شي د ژمي په موسم کې د دغه روغتون د ناروغانو یوه برخه اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه، نوموړي د دغه اقدام هرکلی وکړ او د یاد ولایت د روغتیایي خدماتو ښه‌والي لپاره یې د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS