د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا د افغاني سرې میاشتې له تخنیکي ټیم سره د ګډې همغږۍ غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۱
moph

په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي ارقامو د تحلیل ستونزې، د نویو روغتیایي مرکزونو لپاره د کوډ ورکړې اسانتیا، او د ټولنې پر بنسټ د سرویلانس سیستم (Community-Based Surveillance) اړوند موضوعاتو باندې بحث او خبرې تر سره شوې.

دغه راز، دواړو لوریو د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د څارنې او ارزونې سیستم د لا اغېزمنتیا لپاره به ګډې هڅې پراخې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS