د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
MOPH

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري، چې د دې وزارت د بېلا بېلو ریاستونو استازي پکې شامل وو، د ګډونوالو لپاره ۱۰ پوښتنې په نظر کې نیول شوې وې، چې ازموینه یې په یو خوندي او شفاف چاپېریال کې واخیستل شوه او پایلې به یې وروسته له داوطلبانو سره شریکې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS