د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت په تېره یوه میاشت کې لاندې نظارتي فعالیتونه ترسره کړي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۸
moph

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت نظارتي ټیمونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ۱۵۰ بابه درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی دی؛ دغه نظارت د بلخ د عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت‌الله منصور د لارښوونو او د دې ریاست د څارنې او پلټنې آمر ډاکتر جاوید سراجي د هلو ځلو په پایله کې ترسره شوی دی.

د ترسره شوي نظارت په ترڅ کې له ۵۸ درملتونونو، ۱۶ عمده پلورنځیو، ۴ درملیزو شرکتونو، یوې تولیدي فابریکې، یو کلینیک، ۲ روغتونونو، ۳۶ روغتیایي کتنځایونو، ۱۲ لابراتوارونو او ۲ اکسری مرکزونو څخه څارنه او پلټنه شوې ده؛ چې پایله کې یې ۱۲ درملتونونه، ۲ عمده پلورنځي او ۴ روغتیایي کتنځایونه د روغتيايي قوانينو د نه مراعتولو له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS