د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
moph

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې (۶۱۱۸) تنه په شرایطو برابرو نوماندانو ګډون کړی و، ګډونوالو په ۲۶ بېلابېلاو تخصصي څانګو کې د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې ملي ادارې او عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ ازموینه ورکړه.

دغه ازموینه، چې موخه یې په مرکز، ولایتونو او متمم تخصصي مرکزونو (پوځي، امنیتي او خصوصي تخصصي روغتونونه) کې د ټرېني ډاکټرانو د بستونو ډکول دي، د اکمال تخصص لوی ریاست د لارښود له مخې د تجربه‌ لرونکو او وړ استادانو له لوري له هغو نوماندانو څخه واخیستل شوه، چې د آنلاین نوم لیکنې پروسه یې بشپړه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د دې ازموینې پروسه په بشپړ شفافیت او خوندي چاپیریال کې ترسره شوه، اړوند استادان قرنطین وو او پوښتنې له مخکې اعلان شویو ماخذونو سره سمې د ازموینې ملي اداره کې برابرې شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS