د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک لپاره د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
moph

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ د خروټو کلي کې د درملو د صنعتي پارک د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر د کابل ولایت د اراضۍ ریاست او کادستر ټیم انجینرانو له لوري د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د اراضۍ مدیریت په همکارۍ، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د کابل والي ښاغلي مولوي امین‌الله عبید او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شو.

د درملو صنعتي پارک، چې ټول مساحت یې ۱۱۱۶.۸۹ جریبه ځمکه ده، د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو، د ا.ا.ا د رهبرۍ له مقام څخه د منظورۍ ترلاسه کولو او د اړوندو وزارتونو او ادارو سره له همغږۍ وروسته، په رسمي ډول د تطبیق پړاو ته داخل شوی دی.

یاده پروژه چې له ۱۸ کلونو وروسته عملي بڼه خپلوي، په راتلونکو پړاوونو کې به یې بنسټیز کارونه، لکه د سړکونو جوړول، د برېښنا رسونه، د اوبو برابرول او د فاضلاب سیستم جوړول، په تدریجي ډول پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې په کور دننه د درملو له تولید څخه ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS