د څه باندې ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پنجشیر ولایت په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستم د نصب چارې پیل شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
moph

د دې پروژې په تطبیق سره به د پنجشیر ولایت روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

په دې سیستم کې د هر روغتیايي مرکز لپاره د برېښنا د تولید ظرفیت د هغه د اړتیا له مخې، د ۵ څخه تر ۱۰ کیلوواټو پورې په پام کې نیول شوی، چې دا به د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د یادې پروژې تطبیق د روغتیايي سکتور پلي کوونکې مؤسسې (MOVE) له لوري ترسره کېږي، چې له چارو یې د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا او اقتصاد ریاستونه څارنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS