د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، نو د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS