د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له هند هېواد څخه تر راستنېدو وروسته له رسنیو سره په یوه خبري کنفرانس کې د خپل رسمي سفر د موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۴
moph

په دغه خبري کنفرانس کې ښاغلي وزیر هند ته خپل رسمي سفر روغتیا برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا نوی فصل وباله او ویې ویل، چې د دې سفر اساسي موخې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌ اړخیزو روغتیایي همکاریو پیاوړتیا، د درملو په برخه کې د احتمالي تشو مخنیوی، د دودیزې درملنې معیاري کول، افغانستان ته د باکیفیته او ارزانه درملو واردول، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونه او ورته د روزنیزو پروګرامونو برابرول، په هند کې افغان ناروغانو ته د درملنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول او همدارنګه د دودیزې درملنې په برخه کې د مسلکي اشخاصو روزنه وه.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې د هند حکومت او اړوندو ادارو له لوري یو شمېر ځانګړې مرستې او ژمنې وشوې، چې په کې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل واکسینونه، د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطان ناروغۍ لپاره د راډیوتراپۍ ماشین، د یو میلیون ډالرو په ارزښت پنځه ټنه د سرطاني ناروغیو درمل، د درې سوه زره ډالرو په ارزښت د سي‌ټي‌سکن ماشین، د پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت د یو روغتون او د تلسیمیا د یو ځانګړي مرکز جوړول شامل دي.

سربېره پر دې، د روغتیایي متخصصینو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د یو افغان پانګه‌وال له لوري د اویا زره امپولو مرسته، په کابل کې د دودیزې درملنې اړوند د یوه څېړنیز مرکز او انسټیټیوټ جوړول، افغانستان ته د باکیفیته درملو لېږد او د بازار اړتیاوو پوره کول، د روغتیا په برخه کې افغانستان کې پانګونه او یو شمېر نورې مهمې مرستې هم د دې سفر له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS