د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد پلازمېنې نوي ډهلي کې له جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
MOPH

په دې لیدنه کې د جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ مسؤلینو او استادانو د افغان تخنیکي ټیم تود هرکلی وکړ او د یاد بنسټ د علمي، څېړنیزو او طبي فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم د دواړو لورو ترمنځ د دودیز طب په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

بل لور د یاد بنسټ د مشرتابه له لوري ژمنه وشوه، چې د دودیز طب برخه کې به ګډې څېړنې ترسره کېږي، د همدرد لابراتوارونو له لارې به د درملیزو محصولاتو معیاري ارزونې کېږي، علمي تجربې او معلومات به شریکېږي او افغان ډاکټرانو ته به د بورسونو او مسلکي روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.

همدارنګه، دواړو لورو دغه ډول علمي او تحصیلي همکاري د عامې روغتیا پیاوړتیا، د دودیز طب معیاري کېدو او د ساینسي بنسټونو د پراختیا لپاره مهمه وبللـه او هوډ یې څرګند کړ، چې دا اړیکې به په دوامدار او اغېزمن ډول لا پراخه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS