د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم تخار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي سميع الله "حزب الله" سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۴۰
moph

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو پر ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې؛ د تخار والي مولوي سميع الله "حزب الله" یاد پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د تخار د والي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي، چې تخار ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د تخار د عامې روغتیا ریاست څخه هم ليدنه ترسره کړه، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS