د عامې روغتیا وزیر په هند کې د درملیزو فابریکو او اتحادیو له مسؤلینو سره د درملو وارداتو او پانګونې په اړه ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دیاد هېواد د درملیزو فابریکو، صادرونکو شرکتونو او دودیزو درملو اتحادیو له مسؤولینو سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، د قیمت او کیفیت برخې ته ځانګړې پاملرنې، په افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د افغانستان لپاره د درملو پر اړتیا او د اړتیا پوره کولو اړوند مفصلې خبرې وکړې، ښاغلي وزیر هندي پانګه وال وهڅول چې داخل د افغانستان کې د درملو په تولید کې کار وکړي، همدارنګه ښاغلي وزیر وویل؛ اوس مهال افغانستان د درملو په برخه کې کافي ځایونو ته لاسرسی لري، خو تر هر څه لمړیتوب یې په کم قیمت د باکیفیته درملو په بازار کې شتون او د خلکو لاسرسی دی.

بل لوري ته د هند هېواد د درملیزو اتحادیو مسؤولینو خوښي وښوده، چې په داخل د افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي، نوموړو د درملو د کیفیت او قیمت برخه کې ښاغلي وزیر ته ډاډ ورکړ او د دوۍ په وینا چې په اوس وخت کې به د افغانستان مارکیټ کې هیڅ کمی نه را منځته کیږي، چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته اماده دي. دغه راز د تولیدي فابریکو مسؤولینو وویل؛ اوس مهال به له خپل قیمت هم په کم او ارزانه درمل افغانستان ته صادروي او د خپلو افغان دوستانو سره به هر ډول همکارۍ ته حاضر وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS