د ا.ا.ا، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال او مل پلاوي د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۱۷
MOPH

په دې لیدنه کې چې د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونو رئیس ښاغلي ډاکټر امین الله مومند هم شتون درلود ، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د روغتون له بیلا بیلو برخو لیدنه تر سره کړه.

د مالي او اداري چارو مرستیال په روغتون کې د شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات تر لاسه او و یې ویل شته اړتیاوې او ستونزې به له اړوندو برخو سره په همغږۍ حل شي.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال په یاد روغتون کې د لا غوره او معیاري روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو، په اداري چارو کې د لا زیاتې همغږۍ او د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS