د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د دغه معینیت تخنیکي ټیم هېواد کې د GMP تصدیق پاڼو لرونکو د درملو سترو تولیدي فابریکو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۷
moph

په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر عملي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: پر وارداتو تکیه کول مو تل محتاج ساتي؛ خو پر داخلي تولید تکیه مو اقتصادي خپلواکۍ ته رسوي، چې دا چاره د هېواد دننه د پانګې راګرځېدو لامل کېږي، د کار زمینې برابروي او هم د کیفیت، مصؤنیت او مناسب قیمت تضمین کوي.

همدارنګه، د درملو تولیدوونکو فابریکو مسؤلینو او استازو د خوړو او درملو معینیت له هر اړخیز ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې دا څلور واړه درمل جوړونکي فابریکې په عصري ماشینرۍ او نوې ټکنالوژۍ سمبالې دي او په هېواد کې د اړتیا وړ ۲۱۷ ډوله درملو د تولید وړتیا لري.

ورته مهال د یادو فابریکو مسؤلینو وویل، دوی ژمن دي چې د اړتیا وړ کميت، ښه کیفیت او مناسب قیمت تضمین کړي.

د غونډې په پای کې د خوړو او درملو معینیت ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هغو توکو وارداتو منع کړي، چې کورنۍ تولیدي فابریکې یې د بازار اړتیا پوره کولای شي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د درملو تولیدوونکو فابریکو شمېر ۱۱۰ څخه ډېر شوی او له ۶۵۰ قلمو څخه زیات تولیدي توکي تولیدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS