د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ راډیولوژي څانګې څخه ۱۴ تنه زده کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۴
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمدقاسم عادل، د یاد انسټېټیوټ آمرینو، د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د غضنفر روغتیایي علوموانسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل فارغو شویو زده کړیالانو ته د فراغت مبارکې وویله او له هفوی څخه یې وغوښتل، چې د طبابت اخلاق په عملي ډول پلي کړي او خپلې دندې په پوره اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤلیت له احساس سره سمې ترسره کړې.

نوموړي په روغتیايي برخه کې د فارغو شویو زده کړیالانو رول مهم وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیایي سیستم په ښه والي او پیاوړتیا کې خپل رول په پوره صداقت او اخلاص اداء کړې.

دغه راز، په دې مراسمو کې د راډیولوژي څانګې د ۴۵ مې دورې فارغانو ته د مسؤلینو او استادانو له لوري د فراغت تصدیق پاڼې وویشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ د مرکز سربېره په ۱۶ ولایتونو کې هم څانګې لري، چې په دولسو بېلابېلو روغتیایي برخو کې وړ او مسلکي کسان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS