د عامې روغتیا وزیر د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو له ادارې له مشر سره وکتل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۵۰
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو، درملو ادارې مشر مهدي پیر صالحي او د افغانستان لپاره د ایران هیواد سفیر  علي رضا بیکدلي سره مجلس تر سره کړ:

په دې لیدنه کې چې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ایران او افغانستان تر منځ د روغتیا او په ځانګړي ډول د درملو، طبي تجهیزاتو، او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ  پراختیا اړینه او ګټوره وبلله او په وینا یې د ایران هېواد سره به د درملو په تورید او تولید، د سنتي طبابت په معیاري کولو، د درملو د نمونو د کره کتنې په موخه د ایران هېواد له لابراتوارونو د ثالث په توګه استفاده او د ظرفیت لوړونې په برخه کې نوي تړونونه وکړي.

ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په جریان کې د درملو د کیفیت او  قیمت اړوند هم لازمې سپارښتنې وکړې، د ایران هېواد د روغتیا وزارت مرستیال ښاغلي صالحي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، اماده دي چې د افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، او د سفر موخه یې افغانستان ته د روغتیا برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ده، ښاغلي صالحي وویل: یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کیږي او یواځې صادراتي بڼه به و نه لري.

نوموړي زیاته کړه، نن ورځ هم د کابل په یوه نندارتون کې نږدې څلویښت ایراني شرکتونه حضور لري او دا د دې ښکارندويي کوي چې په دې برخه کې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه ایران هېواد چمتو دی چي له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي

د مجلس په جریان کې د هېواد د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد وویل، په دا وروستیو کې د هېواد خپل داخلي تولیدات زیات شوي او له نورو هېوادونو سره د اړیکو پر بنسټ د درملو برخه کې تر ډیره اسانتیاوې رامنځته شوي، په وینا یې په نږدې کې وخت کې به لا د نورو لاسته راوړنو او اړیکو د پراختیا شاهدان یو چې په توسط به یې د خلکو اړتیاوې له با کیفیته درملو پوره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شمالي سالنګ ټروما سنټر (بیړني روغتیايي مرکز) د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیست مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ولایتونو د همغږۍ سرپرست رئیس ډاکټر عبدالولي علیزي، د بغلان مرستیال والي ملا محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ راډیولوژي څانګې څخه ۱۴ تنه زده کړیالان فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمدقاسم عادل، د یاد انسټېټیوټ آمرینو، د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د غضنفر. . .

BACK TO NEWS