د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کنړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څوکۍ ، ولسوالۍ د کچې عمومي روغتون پرانسته تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳
MOPH

یاد روغتون چې د نږدې ۲۸  میلونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو د دې ولسوالۍ او نږدې اوسیدونکو د روغتیایي خدماتو د لا ښې کیدنې او لاسرسي د زیاتوالي لپاره به خورا ګټور ثابت شي.

د پرانستې په مراسمو کې چې د کنړ ولایت مرستیال والي الحاج عبدالله حقاني ، د علماوو شوری رئیس شیخ عبدالقهار صدیقي ، د روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص ، د کنړ ولایت امنیه قومندان ، ولسي مخورو ، سیمه ییزو مسؤولینو او علماء کرامو شتون درلود د ویناوو پر مهال یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د ولسونو ستونزو د حل لپاره بنیادي اقدام کوي او په وینا یې د دې تعمیر په جوړیدو سره به تر ډیره ستونزې حل شي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پلانونو اړوند مفصله وینا وکړه او په وینا یې د دې روغتون د بنسټ ډبره مو څه موده وړاندې کیښوده او دا د ټولو مسؤولینو د تعهد او هڅو نمونه ده چې نن ورځ یې له لږې مودې تیریدو وروسته د یو روغ تعمیر پرانسته تر سره کوو ، ښاغلي وزیر د روغتیایي خدماتو متوازن انکشاف او د هیواد د ټولو وګړو ستونزو ته د رسیدنې اړوند وویل هڅه یې دا ده چې د همدې روغتون په شکل په نږدې ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونه جوړ کړو چې په نتیجه کې به یې د خلکو لاسرسی زیات او د روغتیایي خدماتو پوښښ زیات شي.

ښاغلي وزیر د اسلامي نظام پر ارزښت ، د رهبرۍ پر ولس مهربانۍ او د هڅو یادونه وکړه او په وینا یې رهبري ژمنه ده چې د ولس ستونزو او غوښتنو ته هر اړخیزه رسیدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS