د عامې روغتیا د پلانګذارۍ رئیس د میرامور ولسوالۍ له جوز جامع روغتیايي مرکز څخه لېدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۱:۲۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د پلانګذارۍ او برنامه ريزۍ رئيس، ډاکټر عبدالستار صحت او مل پلاوي دايکندي ولايت ته د سفر په ترڅ کې د میرامور ولسوالۍ له جوز جامع روغتيايي مرکز څخه ليدنه ترسره کړه

په دې ليدنه ډاکټر عبدالستار صحت او مل پلاوي د ياد روغتيايي له بېلا بېلو څانګو څخه ليدنه وکړه، ستونزې او نيمګړتياوې یې په نښه او له اړوندو مسؤلينو سره یې شریکې کړې.

دغه راز، ډاکټر صحت اړوندو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې شته نیمګړتیاوې حل او د سیمې اوسېدونکو ته لازم او اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS