د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او مل پلاوي هرات ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۴
MOPH

دغه سفر چې موخه یې د یاد ولایت د روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه لیدنه او د چارو ارزونه وه، ترڅ کې یې دوکتور محمد قاسم عادل د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د دغه ولایت د روغتیایي علومو انسټیټیوټ له امر سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې عملي زده کړو ته د محصلینو د تک راتګ لپاره د ټرانسپورتي اسانتياوو برابرولو، د یاد انسټیټیوټ له لوري د شخصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ارزونو، دغه انسټیټیوټ ته د ځانګړې ودانۍ جوړولو، د محصلینو لپاره د سپورټي اسانتیاوو او د راتلونکي کال لپاره د نویو څانګو فعالولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز، د یاد انسټیټیوټ له اداري او تدریسي چارو څخه هم نظارت ترسره شو، چې ټولګي او سکالپونه یې د عامې روغتیا وزارت له طرزالعمل سره سم وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS