د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
moph

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې  په پرانیستې سره به یې د یاد روغتون د برېښنا ستونزې حل شي.

ډاکټر صمیم زیاته کړه، موږ د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ او همکارو ادارو له پاملرنې او هڅو څخه مننه او قدرداني کوو او دا سیستم د هېواد روغتیایي بنسټونو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام دی.

همدارنګه، د UNDP د دفتر استازي د پروژې د پلي کولو په برخه کې د اړوندو ادارو له همکارۍ څخه مننه وکړه او وویل: دغه اداره پلان لري، چې په دایکندي ولایت کې په روغتیایي او تعلیمي برخو کې لا ډېرې پروژې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د دایکندي ولایتي روغتون د هیموډیالیز ماشین پرانیسته هم ترسره او په فعالیت یې پیل وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS