د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
moph

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به یې د بېړنيو او جدي ناروغانو د درملنې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته او د روغتيايي خدمتونو کيفيت به ورسره لوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې یاده څانګه په پرمختللو او عصري طبي وسایلو سمبال ده، چې ۱۵ جلا خونې لري او هره خونه یې د ناروغ لپاره جلا بستر او د څارنې په عصري طبي تجهيزاتو او دستګاوو مجهز شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS