د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د ریاض حطین سیمې له بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، د دې لیدنې پر مهال د یاد روغتیايي مرکز له اداري او تخنیکي کارکوونکو سره خبرې وکړې او د دې مرکز د وقایوي، معالجوي او تشخیصیه خدماتو د نوعیت په اړه یې له روغتیايي کارکوونکو څخه معلومات تر لاسه کړل.

 د عامې روغتیا وزیر وویل: (موږ له اوږدې مودې وروسته په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د خپلو لومړنیو او ثانوي خدماتو ریفورم پیل کړی؛ تر څو د ولسوالیو په کچه پیاوړی روغتیایي سیسټم رامنځته کړو او د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو روغتیایي سیسټمونه او د دوی د روغتیایي خدمتونو د موثریت، معلوماتو ارزونې او تحلیل وروسته په خپلو لومړنیو او ثانوي خدماتو ښه والي او پرمختګ کې ترې اغېزمنه ګټه پورته کړو؛ تر څو وکولای شو د ناروغیو د خپرېدو حالت او د نفوس د شمېر او بدلونونو په پام کې نیولو سره د خلکو د اړتیاوو سره سم عصري او اغېزمن روغتیايي خدمتونه برابر کړو).

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د روغتیا برخه کې د عصري ټکنالوژۍ له امله ډېر بدلونونه او نوښتونه رامنځته شوي چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت خپلې کړنې جاري ساتي ، ښاغلي وزیر وویل ، د دې تجربو او معلوماتو په شريکولو سره به وتوانیږو، د هېواد روغتيايي نظام د اوسنیو اړتیاوو او غوښتنو سره سم تنظيم کړو، چې پایله کې به یې د ناروغیو مخنیوی، کنټرول او پر وخت درملنه تر سره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS