زابل ولایت کې له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۵۵
moph

یاده مرسته د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري شوې، چې د  روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا او د ناروغانو په درملنه کې به ارزښتناک رول ادا کړي او د مرکز قلات او اړوندو ولسوالیو په ۴۷ روغتیايي مرکزونو به ووېشل شي.

د زابل د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان د یادې مرستې له امله د یونیسف نړیوالې ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، هڅه کوو چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه او د خلکو لاس رسی ورته اسانه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS