ارزګان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکټور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۵۱
MOPH

یاد نظارت چې د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د مسؤلینو له لوري په دهراود ولسوالۍ کې له ۴۴ درملتونونو، د درملو له ۷ عمده پلورنځیو، ۴ لابراتوارونو، ۱۱ کتنځایونو او د خوراکې توکو له ۸۷ پلورنځیو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۴۸ قلمه له نېټې تېر درمل، یو قلم غیر مجاز درمل او ۳۴ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د څارنې او پلټنې آمریت ته ولېږدل شول.

همداراز، د درملتونونو، کتنځایونو او خوراکي توکو د پلورنځیو مسؤلینو ته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اصولو او مقرراتو د عملي کولو په موخه سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS