د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکتر کریم‌ الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم دایکندي ولایت ته د سفر  په ترڅ کې د یا ولایت له خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۳۸
MOPH

دغه نظارت چې موخه یې د هېواد په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکتر کریم‌ الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د دایکندي ولایت د میرامور، شهرستان، پاتو، کیتي، کجران او بندر ولسوالیو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

دغه راز، د نظارت رئیس روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د روغتیا وزارت اړوند لاندې ټاکنې وشوې

ډاکټر محمد اقبال حماد د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس په توګه او حافظ صبغت الله بریالی د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لابراتوار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د څارنې او پلټنې لوی. . .

BACK TO NEWS